د مقاومت ملي جبهې اعلان کړی دی چې په بادغیس ولایت کې یې د یو برید په ترسره کولو سره د طالبانو یو قومندان او د هغه دوه ساتوونکي وژلي دي.

د مقاومت جبهې نن شنبه د جولای په ۲۰ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه برید یې تېره شپه د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د چینایانو په کمپ کې د طالبانو پر یوې پوستې کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د دې برید په پایله کې د مولوي محمد حسام په نامه د طالبانو یو قومندان او د هغه دوه ساتوونکي وژل شوي دي او د دې ډلې یو بل غړی پکې ټپي دی.

طالبانو تر دې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال ده چې د مقاومت او ازادۍ جبهې پر طالبانو د اکثره بریدونو مسولیت په غاړه اخلي او په دې ورستیو کې یې د دې ډلې پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبان بیا اکثره په دې پېښو باندې خپلې سترګې پټوي او افغانستان کې دننه رسنیو ته د هغه د پوښښ اجازه هم نه ورکوي.