د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې په کابل ښار کې یې د طالبانو پر یو چک پوسټ برید کړی او په پایله کې یې د دې ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو دغه چک پوسټ  یې د کابل ښار جوی شیر سیمه کې حربي فابریکې ته څېرمه په نښه کړی دی.

تر دې څو ساعته وړاندې د مقاومت ملي جبهې اعلان کړی و چې سرتیرو یې په هرات ښار کې د طالب وسلوالو یو موټر په نښه کړی دی او په پایله کې یې د هرات ښار د دولسمې ناحیې د کشف امر قاري عبادالله حمزه او د هغه یو ملګری یې وژلی دی او د دې ډلې یو بل غړی پکې ټپی دی.

طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د مقاومت او ازادي جبهو طالبانو پر وړاندې خپلو بریدونو زور ورکړی او طالب وسلوالو ته درانه تلفات هم اړولي دي.