د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د حافظ ګل بهادر وسلواله ډله د افغانستان له خاورې څخه د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو وسلوال بریدونه پلانوي او طالبان باید د دې ډلې مشر اسلام اباد ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ نن جمعه د جولای په ۱۹ مه نېټه اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال یوځل له طالبانو وغوښتل څو په افغانستان کې دننه د هغو وسلوالو ډلو پر ضد ګټور او چټک اقدام وکړي چې د پاکستان دولت سره جنګېږي.

مېرمن بلوچ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ورستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې طالبان باید د دې بریدونو عاملان چې په افغانستان کې دي، اسلام اباد تسلیم کړي.

نوموړې همداراز څرګنده کړې چې طالبان د دې کسانو له ادرسونو او فعالیتونو ښه خبر دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې ورستیو کې پر طالبانو تور پورې کړی چې د پاکستاني طالبانو «ټي ټي پي» غړو او مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی، هغه ادعاوې چې د تل د طالبانو لخوا رد شوې دي.

طالب ډلې تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.