د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې د پیل څخه د جون د میاشتې ترپایه د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو ۸۹ پیښې ثبت کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د جولاۍ په ۱۸ مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په ثبت شویو پېښو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۶۰ د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو پر وړاندې د ګواښونو او ۲۹ د خبریالانو د نیولو قضيې شاملې دي.

راپور زیاتوي چې د ګواښونو په پېښو کې د طالب ډلې له لوري د اووه رسنیو تړل هم شامل دي.

د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو د مرکز موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې نه يوازې پر خصوصي رسنیو فشار نه دی کم شوی، بلکې د رسنیو پر کاري محتوا څارنه هم زیاته شوې او د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف د رسنیو پروګرامونو او کارونو کې لاسوهنې ته دوام ورکړی.

دغه مرکز ویلي چې په کابل کې د عدليې وزارت له لوري دوه تلوېزيونونه، دوه راډيوګانې د غزني ښاروالۍ، يوه راډيو په لغمان او يوه راډيو په پروان کې د جواز د نه تمدیدولو له امله د طالبانو استخباراتو له خوا او يوه راډيو په خوست کې د امنيه قوماندانۍ له لوري تړل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د تړل شویو رسنیو له ډلې درې رسنۍ له څو ورځو څخه نیولې تر یوې اونۍ پورې تړل شوې وې، خو دوه تلویزیونونه او دوه راډیوګانې لا هم بندې دي او د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.