د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو سر مفتش سیګاروايي چې ممکن ځینو ترهګرو، متحدینو او سازمانونو یې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پېسو څخه په ناقانونه توګه ګټه اخېستې وي.

سیګار د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د پنځو ادارو څخه یې دوې ادارې،‌ چې د ۲۰۲۲ د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د دغه کال د نومبر تر ۳۰ پورې یې په افغانستان کې فعال مرستندوی پروګرامونه لرل، نه دي توانېدلي په خپلو پروګرامونو کې د وزارت د کاري لارښود د تطبیق په اړه کافي اسناد وړاندې کړي.

سیګار وايي چې د بهرنیو چارو وزارت په عمومي ډول په دې کې پاتې راغلی چې د خپلو شریکانو سره د حد اقل ۲۹۳ میلیون ډالرو مرستو لپاره، چې په افغانستان کې یې لګولي، د خطرونو د ارزونې تطبیق وښيي.

د سیګار «په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ارزونې» په نامه په دې راپور کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت د مالیه ورکوونکو په پېسو داسې پروګرامونه تمویلوي چې هدف یې افغانانو ته ګټه ده.

راپور کې وړاندیز شوی چې باید د بهرنیو چارو وزارت په دې پوه شي له دغو پېسو څخه څوک ګټه اخلي، دا پېسې د طالبانو او یا نورو ممنوع کړل شویو ډلو لاس ته نه ورځي او پالیسي جوړوونکي او ناظران وکولای شي د دغه وزارت د لګښتونو څخه پیدا کېدونکي خطرونه ښه وپلټي. راپور وايي‌ چې ځینې اسناد چې د دغه بهیر د تطبیق او د ترهګرو لاسونو ته د پېسو د لویدو د مخنیوي په اړه دي، د دغو ادارو له دوسیو څخه ورک شوي او سیګار نه دی توانېدلی چې ومومي‌ دا بهیر په دغو پرګروامونوکې تطبیق شوی که نه.