د کندهار ولایت ځايي رسنیو نن پنجشنبه د جولای په ۱۸ مه نېټه خبر ورکړی دی چې په دې ولایت کې د کورني تاوتریخوالي په یوه تازه پېښه کې څلورو وروڼو خپل بل ورور وژلی دی.

د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې دغه پېښه تېره ورځ چهارشنبه د جولای مېاشتې په ۱۷ مه نېټه د کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

که څه هم ځايي رسنیو د دې پېښې په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي دي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي په پایله کې رامنځته شوې ده.

ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښې خورا زیاتې شوې دي.

د ویلو ده چې تېره ورځ د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یوه سړي خپل زوی وژلی و او تر هغه وړاندې په ننګرهار ولایت کې د دوه کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې یو ځوان د چړو په ګزارونو وژل شوی و.