د پنجشیر ولایت څخه ځینو سرچینو خبر ورکړی دی چې طالبانو د پنجشیر ولایت د زندان پخوانی مدیر جنرال عبدالوکیل نیولی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو دغه پخوانی نظامي څلور ورځې وړاندې د پنجشیر ولایت په درې ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

تر دې دمه د دې نظامي د نیول کېدو لامل نه دی روښانه شوی او نه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یوشمېر بنسټونو طالبان د دې ولایت خلکو سره په بد چلند او بد رفتارۍ تورن کړي دي.

د ویلو ده چې طالبان په دې ولایت کې له خپل پراخ نظامي حضور سره د پنجشیر ولایت پر خلکو د ژوند کړۍ تنګه کړې او د شپې لخوا خلکو ته له اجازې پرته په ښار کې د تګ را تګ اجازه هم نه ورکوي.