په بادغیس ولایت کې طالبانو د پستې په ځنګلونو کې د خلکو په ورتګ بندیز ولګاوه او خبردارۍ یې ورکړی چې د پستې په ځنګلونو کې به ورانکاره خلکو ته سخته سزا ورکړي.

په بادغیس ولایت کې ځايي طالبانو د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کو د کوکچائیل او د څېرمه کلیو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړلی دی چې هېڅوک اجازه نه لري څو بهرني کسان د پستې د راټولولو په موخه خپلو کورونو کې ځای پر ځای کړي.

په دې اعلامیه کې همداراز راغلي دي چې طالبان به خپله په رسمي ډول په دې ولایت کې د پستې غوټو د ماتولو وخت اعلان کړي.

اعلامیه زیاتوي.

طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې د پستې ځنګلونو کې له هرډول خوځښت او تګ راتګ څخه ډډه وکړي له هغه پرته به ورته سخته سزا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې ۳۰ کسان د پستې د راټولو په تور نیولي وو.

خو د سیمې خلک بیا پر طالبانو تور پورې کوي چې دغه ډله غواړي د پستې ځنګلونو ته د خلکو په مخنیوي سره د پستې حاصلاتو عواید په خپلو کې سره وویشي.