د کندهار ولایت سیمه اییزې رسنۍ خبر ورکوي چې طالبان په دې ولایت کې د محمدیار مجروح په نامه یو ازاد خبریال نیولی دی.

ځايي رسنیو نن چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه ویلي دي چې طالبانو دغه خبریال درې ورځې وړاندې نیولی دی او تر دې دمه یې د نیولو لامل نه دی روښانه شوی.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځايي رسنیو تائید کړې چې ښاغلی مجروح د طالبانو د محکمې په امر په دې ولایت کې بندي شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له لوري د ازاد خبریال محمدیار مجروح نیول کېدل غندلي او له دې ډلې یې غوښتي څو نوموړی ژر تر ژره خوشې کړي.

یاد سازمان همداراز له ځنډ او قید و شرط پرته د دې خبریال په خوشې کولو د ټینګار ترڅنګ له طالبانو غوښتي څو د بیان ازادۍ ته درناوي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر رسنیو ډېر محدودیتونه ولګول چې له امله یې په لسګونه رسنۍ خپل فعالیتونه وځنډول او همداراز په سلګونه خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړې.