د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی دی چې په کابل ښار کې یې د پاسپورټونو د ویش درې نورې څانګې پرانیستلې.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې دغه مرکزونه د کابل په دارالامان، قلعه زمان خان او تنګي تره خیل سیمو کې پرانیستل شوي دي او د ورځې به دوه زره خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

 د طالبانو د پاسپورټ عمومي رئیس عبدالکریم حسیب نن چهارشنبه د جولای په ۱۷ مه نېټه په کابل کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دې مرکزونو کې د ښځو او نارینه وو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د دغو مرکزونو په پرانیستل کېدو سره به خلک وکولای شي په یوه اوونۍ خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.

ښاغلي حسیب همداراز د طالب چارواکو څخه غوښتي څو د دې مرکزونو ترڅنګ د بانکونو څانګو شمېر هم ډېر کړي څو د تعرفې په برخه کې هم د خلکو ستونزې اوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر خلک بیا پر طالبانو نیوکه کوي او وايي چې دوی له خلک سره سم چلند نه کوي او په خپلو چارو کې تر ډېره خپلوي پالي او د خپلې ډلې ملګرو ته لومړیتوب ورکوی.