په کابل کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی دی چې د دې وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د ازبیکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره لیدلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت نن سه شنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ازبیکستان سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې چې، د دې هېواد له عملي او کاډمیکو مرکزونو څخه د لیدنې په موخه دې هېواد ته سفر وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې ښاغلي ندیم، په بلخ ولایت کې د ازبیکستان له لوري د یوې مدرسې او جومات د جوړېدو له امله له ښاغلی شادمانوف څخه مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان واک ته له رسېدو سره د نجونو پر مخ د ټولو پوهنتونو دروازې وتړلي او یوشمېر دغه اکاډمیک مرکزونه یې هم په دیني مدارسو بدل کړي دي.