طالبانو خبر ورکړی دی چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تېر حکومت له یوشمېر واليانو سره لیدلي او هغوی د هېواد له روان وضعیت څخه رضایت ښودلی دی.

د طالبانو د بهرنیو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا حافظ نن سه شنبه د جولای په ۱۶ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د پخواني حکومت والیانو متقي سره ژمنه کړې چې هر ډول همکارۍ ته چتمو دي.

د بهرنیو چارو مرستیال ویاند زیاته کړې چې امیرخان متقي په دې ناسته پر بهر مېشتو پخوانیو افغان چارواکو هم غږ کړی چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پخوانیو افغان چارواکو سره د خبرو اترو او همداراز هېواد ته د هغوئ را بللو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس» په نامه یو کمیسیون جوړ او له دې لارې یې ځینې پخواني چارواکو هېواد ته را وبلل.

خو هېره دې نه وي چې دغې ډلې ځیني چارواکي او پوځیان هېواد ته په رابللو سره نیولي او شکنجه کړي دي او په ځینو مواردو کې یې ان وژلي هم دي.