په ننګرهار ولایت کې طالبان او ځايي چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د سختو اورښتونو، توفان او سیلۍ له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۷ ته پورته شو او سلګونه نور پکې ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت د پېښو پروړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې د وروستۍ پېښې له امله په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې ۴۷ کسان شهيدان او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې په طبیعي افت کې همداراز ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا ستنې او همداراز یو شمېر کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي او یا هم په بشپړ ډول اوبو لاندې کړي دي.

په ننګرهار کې بیا ځايي طالبانو ویلي چې سېلابونو په جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود او د بهسودو ولسوالیو کې ډېر زیانونه اړولې دي.

طالبانو همداراز له بهرنيو مؤسسو غوښتنه کړې، چې د ننګرهار وروستۍ پېښې قربانيانو ته لازمه پاملرنه وکړي.

د ویلو ده چې توفان او سیلابونو د جلال اباد ښار په شاوخوا سیمو کې ویجاړی رامنځته کړی دی.