طالبان په تېرو شلو کلنونو کې د ګوزڼ واکسین سخت مخالفین و او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله، خو نن یې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کور په کور کمپیان پیل کړی دی.

دغه کمپیان وروسته له هغه پیل شو چې په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې تر ډېره دغه پېښې په سوېلي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چې روان کال یوازې په چاپېریال کې د پولیو ویروس موندل شوی، خو په وینا یې څوک پرې اخته شوي نه دي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ د پولیو د لمنځه وړولو نړیوال پروګرام او ځینو سرچینو بی بي سی ته ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د ویلو ده چې تر ډېره دغه مثبتې پېښې په هغو کورنیو کې ثبت شوې دي چې تازه له پاکستان څخه هېواد ته ستنې شوې دي.

دغو مثبتو پېښو ته په کتو طالبان هم د پولیو وېروس خپرېدو ته اندېښمن دی او په غبرګون کې یې په لومړي ځل واک ته له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پلي کولو ته اجازه ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین سره مخالفت کاوه او په ډیری مواردو کې یې د دغه واکسین کمپاینران وژلي و.