د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې په بغلان، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د څلورو ټرافیکي پېښو په پایله کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان ولایت څخه سیمه اییزو رسنیو نن سه شنبه د جولای په په ۱۶ مه نېټه خبرو ورکړی دی چې د دې ولایت د خنجان ولسوالۍ په تخته سنګ سیمه د یوه مسافر وړونکي موټر د اوښتو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۳۴ نور ژوبل دي.

د معلوماتو له مخې دغه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس له کابله – بغلان ته روان چې له دې پېښې سره مخ شوی دی.

ځايي رسنیو معلومات ورکړي چې په دې پېښه د ۱۲ نارينه‌وو، درو ماشومانو او دوو ښځو په شمول ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۴ نور ژوبل دي، تر اوسه د دې پېښې علت نه دی معلوم شوی.

په ورته وخت کې د کندهار ولایت د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اسدالله جمشيد وايي چې د دې ولايت په دوو ولسوالیو میوند او پنجوايي کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ۳ تنه مړه شوي او ۵ کسان ژوبل دي.

ښاغلي جمشید څرګنده کړې چې لومړۍ پېښه په پنجوايي کې د يوه «فيلډر» موټر او موټرسایکل تر منځ شوې چې پکې دوه تنه مړه شوي او دویمه پېښه د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د «فيلډر او مازدا» موټرونو تر منځ شوې چې په پایله کې یې يو موټر چلوونکی مړ او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

او په ورستۍ ټرافیکي پېښه کې د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار په «شاه منصور» سيمه کې دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د موټر چلوونکو بي احتیاطي، د ټرافیکي نښو نشتونو او د سړکونو خرابوالی په هېواد کې د اکثره ټرافیکي پېښو علتونه بلل شوي دي.