د مقاومت جبهې ویلي دي چې په بادغیس ولایت کې یې پر طالبانو د یوې حملې په پایله کې د دې ډلې د استخباراتو دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې نن دوشنبه د جولای په ۱۵ نېته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه برید یې تېره شپه د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ترسره کړی دی.

د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې د بالا مرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال هم شامل دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مقاومت جبهې په دې ورستیو کې پر طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او دې ډلې ته یې درانه تلفات هم اړولي دي.