د ننګرهار سیمه اییزو رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې ولایت د سرخرود ولسوالۍ په احمدزیو سیمه کې د دو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي په پېښه کې یو ځوان وژل شوی دی.

د رسنیو د معلوماتو له مخې یاده پېښه د یکشنبې په ورځ د جولای په ۱۴ مه نېټه ماښام مهال د تره زامنو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د سیمې اوسیدونکو ویلي چې وژل شوی ځوان بشیر نومیده او د جلال اباد ښار په «تالشۍ» چوک کې یې د موبایلونو د خرڅلاو دوکان درلود.

سرچینې وايي، چې نوموړی د خپل تره زوی له لخوا د چړې پر ګوزارونو وژل شوی دی.

سیمه اییزو رسنیو همداراز ویلي چې په دې پېښه درې کسان ټپیان شوي هم دي او د دې پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې انګیزه نه ده معلومه شوې.

ځايي طالب چارواکو هم دغه پېښه منلې خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.