د طالبانو د ټرافیکو ریاست خبر ورکړی دی چې په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۰۰ کسان د ټرافیکي پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو د ټرافیکو رئیس حسیب مختار ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي چې په پایله کې یې ۵۰۰ کسانو خپل ژوند بایللی او ۵۰۰ نور پکې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې تېر کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰ ټرافیکي پېښې ثبت شوې وې چې په کې له ۱۵۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او په همدې شمېر نور زخمیان شوي و.

د ټرافیکو ریاست د معلوماتو له مخې تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د موټر چلوونکو بي احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي قوانینو نه رعایتول د ټرافیکي پېښو له عمده لاملونو څخه بلل کېږي.