د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدار وزارت اعلان کړی چې روان کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکله کې ویلي چې روان کال په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه غنم کرل شوي او د حاصلاتو راټولولو لړۍ لاهم روانه ده، نوموړي همداراز په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په هېواد کې د پنځه میلیونو ټنو غنمو حاصلاتو اټکل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د احصايې ملي ادارې ویلي وو چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې په افغانستان کې د للمي غنمو په ګډون ټول ۴.۳ میلیونو ټنو غنمو حاصل راټول شوی وو.

یادې ادارې څرګنده کړې وه چې تېرکال په افغانستان کې پر ۲.۲ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو، چې ددې له ډلې ۱.۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی.