د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره کډوال دېته مجبوره شوي دي څو بېرته خپل هېواد راستانه شي.

د کډوالو او راستنېدوونکو چارو وزارت نن یکشنبه د جولای په ۱۴ مه نېته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له ایران او پاکستان څخه په یوه ورځ کې ۱ زرو او ۹۵۳ کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې یاد کډوال د تورخم، سپين بولدک او ورېښمو پُل له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو چارو وزارت تېره ورځ هم اعلان وکړ چې په تېرو ۳ ورځو کې له ایران او پاکستان څخه ۹ زره او ۷۳۰ افغان کډوال  پخپله خوښه او یا په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د کډوالو نړیوال سازمانو او یوشمېر خېریه بنسټونو د پاکستان او ایران حکومتونو څخه غوښتي چې له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دې ودروي.