ځايي رسنیو د هرات ولایت د جبرئیل سیمې څخه راپور ورکړی دی چې طالب وسلوالو د عاشورا هغه ماتم کوونکی په ډزو وژلی دی چې د دې ډلې له لوري پر عاشورا مراسمو د لږېدولو بندیزونو له کبله یې په اعتراض لاس پورې کړی و.

د رسنیو د معلوماتو له مخې وژل شوی کس حبیب الله نومېده او پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې نوموړي په خپل موټرسایکل د عاشورا بیرق لږولی و، خو په جېرئیل سیمه کې د (حمام سیاه) پوستې طالبانو د هغه بېرق څېرې کړی او په پایله کې د داړو خواو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

د سرچنیو د معلوماتو له مخې طالبانو د دې شخړې په پایله کې حبیب الله په ډزو وژلی دی. ویل کېږي دغه پېښه د پنجشنبې ورځې په ماښام د جولای په ۱۱ مه نېټه رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې حبیب ۳۰ کلن و او دوه کوچني ماشومانو ترې پاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کابل، هرات او غزني په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د عاشورا پر مراسمو سخت بندیزونه لږولي دي او همداراز د دې مراسمو پرمهال یې له ماتم کوونکو سرې د بند چلند راپورونه هم خپاره شوي دي.

همداراز تېره ورځ د هرات ولایت لپاره د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رئیس احمد الله متقي د عاشورا مراسم سیاسي او بهرنی بدعت ګڼلی و او له ماتم کوونکو یې غوښتي و څو د هغه په وینا له دې بدعت څخه لاس واخلي.