د بريتانيې لپاره د ناروې د کډوالو شورا ويلي چې په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات خلک حياتي مرستو ته اړتيا لري او افغانان د نړۍ په تر ټولو بد بشري بحران کې بند پاتې دي.

د دې شورا مشر مارټین هارټبرګ دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د جولای په ۱۲ مه نېټه له هغه وروسته کړې دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د انګلستان د بشري مرستو مثبت اغیز په اړه یو راپور خپرو شو، په دې راپور کې د انګلستان د مرستو  پر دوام ټینګار شوی دی.

نوموړي له انګلستان او نورو مرستندویانو څخه غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي څو له افغانانو سره د انعطاف او د خصوصي سکتور په وده کې مرسته وکړي.

له افغانستان سره د انګلستان د بشري مرستو اغیز په اړه خپور شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور زياتوي چې انګلستان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۱۳ نيم ميليونه پاونډه بشري مرستې ژمنه کړې ده چې د بدترین بحران په کمولو کې مرسته وکړي.