د هرات ولایت لپاره د طالبان د اطلاعاتو و کلتور رئیس د عاشورا مراسم سیاسي او بهرنی بدعت ګڼلی دی.

د هرات د اطلاعاتو و کلتور رئیس احمد الله متقي دغه څرګندونې په دې ولایت کې د یو شمېر طالب چارواکو او د اهل تشیع یوشمېر روحانیون سره په کتنه کې کړې دي.

ښاغلي متقي ټینګار کړی چې باید په هېواد کې د سیاسي بدعتونو او همداراز د بهرنیو فرهنګونو مخنیوي وشي.

نوموړي زیاته کړې چې په عاشورا مراسمو کې داسې سیاسي بدعتونه شتون لري چې د قران په کتاب کې نشته او باید له داسې مراسمو جدا ډډه وشي.

د هرات د اطلاعاتو و کلتور رئیس همداراز ویلي دي چې د طالبانو مسولیت دی څو د عاشورا مراسمو امنیټ ټینګ کړې خو په وینايې د عاشورا مراسم باید داسې ترسره شي چې د امنیټ په ټینګښت کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې د عاشورا ماتم کوونکو سره بد چلند کړی او د هغوی بیرغونه یې څېرې کړي دي.