طالبانو په کابل کې د ټوپک په زور هم ونشو کولای چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر د غایبانه جنازې مخنیوی وکړي.

طالب وسلوالو نن جمعه د جولای په ۱۲ مه نېټه د کابل عیدګاه جومات مخې ته د د ګيله من وزير جنازې لپاره را ټول شوي ځونان د ټوپک په زور وایستل او پر هغوئ یې ډزې وکړې، خو دغه ځوانان د دې مخالفت سر بېره د کابل په حضوري چمن کې دغه مراسم پرځای او د ګیله من وزیر روح ته یې دعا وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو د دې راټولېدنې ویډیو ګانې خپرې شوې چې پکې ښکاري طالب وسلوال پر راټول شویو ځوانانو ډزې کوې، د هغوئ د راټولېدنې مخالفت کوي او ورته د سیمې څخه د تللو خبرداری ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر له مړینې وروسته په کابل کې د هغه د غیابي جنازې اعلان کړی و، خو طالب وسلوالو په ټاکل شویو ځایونو کې خپل نظامي ځواک ځای پر ځای کړی و او له وړاندې یې له دې مراسمو سره خپل مخالفت څرګند کړی و.

د ویلو ده چې د ګیله من وزیر جنازه نن جمعه د جولای په ۱۲ مه نېټه د وزیرستان په بنو کې د لسګونه زرو خلکو په ګډون سره وشوه.