د هېواد وتلې سندرغاړې مېرمن نغمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر پر مړینې ویر کړی او د هغه له کورنۍ او دوستانو سره یې غمرازي څرګنده کړې ده.

مېرمن نغمې نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په ټولنیز رسنیو کې د یو ویډیويي پیغام په خپرولو سره د ګیله من وزیر مبارزه ستایلې او ویلي دي چې د نوموړي په بېلتون دمره غمجنه ده چې حد نلري.

نوموړې همداراز زیاته کړې چې د ګیله من وزیر باید ستانه او ملاتړ شوی وای او نباد په داسې بې رحمۍ قرباني شوی وای، د نغمې په باور ګیله من د خپل قوم لپاره خپل سر قربان کړ.

په ورته وخت کې د هېواد دې نوموتې سندرغاړې د ښاغلي ګیلمن له کورنۍ سره د مرستې لپاره یو کمپاین هم پیل کړی دی.