د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له لوري نسبي امنیت ټینګښت ته په کتو وايي، د دوی استخباراتي معلوماتو ښيي چې ممکن دا حالت ډېر دوام ونکړي.

د ملګرو ملتنو د بندیزونو د څارنې ډلې د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۰ مه نېټه د یو راپورو په خپرولو سره خبردارۍ ورکړی دی چې افغانستان به یقینا د القاعده شبکې او د اسلامي دولت (داعش) په څیر ترهګرو ډلو له لورې په دغه هېواد کې د خوندي ځایونو موندلو او یا هم د طالبانو له کمزوریو څخه د ګټې اخیستنې له لارې، د ناامنۍ د سرچینې په توګه پاتې شي.

په دې راپور کې زیاته شوې چې افغانستان ته لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې په توګه کتل کیږي.

راپور کې څرګنده شوې چې د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي.

راپور وايي په افغانستان کې په ځانګړې توګه القاعده خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او له دې سره سره چې ټیټ موقف ساتلو ته اړ ایستل شوی، له طالبانو سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو څخه ګټه پورته کوي.

په افغانستان کې د داعش او القاده تروریستي ډولو د فعالیتونو ترڅنګ طالبانو یو شمېر نورو ترورستي ډلو ته خپله په لوی لاس د فعالیت زمینه برابره کړې ده.