د پکتیا پخوانی والي حلیم فدايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر په مړینې د طالبانو پېغور ډوله غمرازئ باندې نیوکه کړې او ویلي دي چې د طالبانو په پریوتي خاصیت حیران او خفه دی.

حلیم فدايي نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې ګیله من وزیر د لوی افغانستان او د لر او بر هغه ملي مبارز و چې تل له طالبانو غوښتل څو  د پنجاب په اشاره خپل افغان ونه وژني، افغانستان وران نکړي او ملي هویت او ملي ارزښتونه له منځه یو نه سي.

نوموړي زیاته کړې چې د ګیله من او طالبان ترمنځ یو لوی فرق دا دی چې ګیله من لوی افغانستان لپاره مبارزه کوله او طالبان د افغانستان د پینځمې صوبې ګرځولو لپاره د پنجاب غوښتنې عملي کوي.

فدايي په دې اړه ویلي دي: «ګیله من ولسي ملي وېښ شعوري مبارز وو، هغه ولس وېښولو او تاسو یې جاهل کوي، هغه سوله اییزه، معتدله او مدني مبارزه کوله، تاسو نیابتي ملیشې یئ او د افغانستان د منزوي کولو، فقیر کولو، بې کاره کولو لپاره کار کوئ.»

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دې مبارز غړي مړینه په لر او بر کې پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل، خو طالب چارواکي تر دې دمه حاضر شوي نه دي چې په دې اړه ان یوه اعلامیه یا د خواخوږئ یو پیغام خپور کړي.

ځینو هېوادواو په ټولنیزو رسنیو کې طالبان د پاکستان د استخباراتي دستګاه لاسپوڅي بللي او ویلي دي چې دوی ISI ته د وفادارۍ له کبله د ګیله من پر مړینې خاموشي اختیار کړې ده.