د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د دې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر ګیله من وزیر د مړینې په غبرګون کې ویلي چې ګیله من شهادت قبول کړ خو د پاکستان جابر ریاست یې سر ټیټ نکړ.

منظور احمد پشتین نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په وزیرستان کې ولسونو ته د وینا پر مهال د ډیورند کرغېړنې کرښې دواړو خواوو ته د پراته قومونو پر یوالي ټینګار وکړ او خبردارۍ یې ورکړ چې د پښتنو د وینو انتقال به اخلي.

نوموړي وویل چې دا خاوره په سوال او زارۍ نه ګټل کېږي، دا خاوره به د مټو په زور ګټي، د هغه په باور د پاکستان فوج پر دوی سلګونه ګوذارونه کړي؛ خو پښتانه به یو ګوذار کوي، هغه هم تاریخي چې د دوی ټول نسلونه یې په یاد وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټینګار کړی چې نه چاته ټيټیږي او نه له چا ډاریږي بلکه په خپل اتحاد او د مټو په زور به خپل حق اخلي.

منظور پر ټولو ولسونو غږ وکړ چې سره را ټول شي، متحد شي او د نارواو پر خپل ودریږي.