د پښتون ژغورنې غورځنګ اعلان کړی دی چې د دې غورځنګ د مخکښ غړي او د پښتو د وتلي شاعر ګیله من وزیر جنازه به د جمعې په ورځ ماسپښین سیمه ییز وخت څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک سیمې په اسدخیلو کلی کې خاورو ته وسپارل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ګیله من وزیر جسد به نن پنجشنبه د جولای ۱۱ مه نېټه له اسلام اباد څخه شمالي وزیرستان ته ورسول شي.

اعلامیه زیاتوي چې د لارې په اوږدو کې به ولسونه د ګیله من وزیر وروستی دیدن وکړي او بیا به یې جسد د ولسي قافلې په بدرګه کې د ګیله من پلرني وطن شمالي وزیرستان اسد خيل کلي ته وړل کېږي.

ګیله من وزیر د یکشنبې په ماښام د جولاۍ په ۷ مه نېټه په اسلام اباد کې د یو شمیر کسانو له خوا په یو برید کې ټپي شو او تېره شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې یې ساه ورکړه.

په ټولنیزو رسنیو ګیله من وزیر په مړینه په پراخه کچه غبرګونونه ښودل شوي دي او د پښتنو د حقونو لپاره د هغې د مبارزې ستاینه شوې ده.