پخواني ولسمشر حامد کرزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مبارز شاعر پر مړینې خواشینې څرګنده کړې ده.

حامد کرزي نن پنجشنبه د جولای په ۱۱ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره د ګیله من کورنۍ، دوستانو او خواخوږو سره غمشریکي کړې او هغوی ته یې خپل د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړی څو ورځې وړاندې د نامعلومو وسلوالو له لوري د چړو په ګزارونو سخت ټپي شو او د چهارشنبې په ماښام د اسلام اباد په یو روغتون کې یې ساه ورکړه.

د دې غورځنګ مشر منظور پښتین خپلو ولسونو او د غورځنګ ټولو پلویانو سره ژمنه کړې چې په دې اړه به غلی پاتې نشي او په راتلوونکو ورځو کې به د یو انقلاب ترتیب برابر کړي.