پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو د حکومت چارواکو سره د تروریزم سره د مبارزې په ګډون د یو لړ مسلو په سر د خبرو لپاره به ډیر ژر کابل ته سفر وکړي.

اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ د جولاۍ په ۹ مه نېټه د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې یوې غونډې ته ویلي چې په دوو ورځو کې به ورور هېواد افغانستان ولاړ شي.

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیروس سجاد قاضي بیا ویلي چې پاکستان له افغانستان سره نږدې اړیکې لرلي او خپلو اړیکو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د روان کال د اګست په میاشت کې د خبیرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو پر موټر د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددغسې بریدونو هدف د پاکستان او چین ترمنځ په اړیکو کې درز رامنځ ته کول دي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړه چې ددې پیښې شواهد په برید کې د تحریک طالبان پاکستان  ډلې ښکیلتیا ښيي چې په افغانستان دیره ده.