د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امریکا د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو سره د طالبان چلند له نږدي څاري او طالبان باید په دې برخه کې کوم ډاډ یې چې افغانانو او نړیوالې ټونې ته ورکړی دی د هغه درناوي وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د سه شنبې په ورځ د جولای په ۹ مه نېټه یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې امریکا په عامه غونډو او خصوصي توګه د طالبانو استازو ته ویلي چې د نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې په بشبړ ډول دغو اقداماتو پورې اړه لري.

متیو میلر همداراز د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له خوا د طالبانو په اړه خپور شوي راپور په غبرګون کې وویل طالبان په خپلسرو او غیر متوقع کړنو سره ټول افغانستان کې بشري حقونه کمزوري کړي دي.

نوموړي همداراز د نجونو د زده کړو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، لکه څنګه چې یې دمخه دا مسله روښانه کړې د امریکا متحده ایالات طالبانو ته هیڅ مالي ملاتړ نه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د سه شنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپلو کړنلارو او لارښودونو د پلي کولو لپاره له زور کار اخلي او د خلکو ازادۍ، جسمي او روحې سلامتیا او خصوصي حریم نقض کوي.