د پښټون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) غړي وايي، چې د دې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په روغتیايي وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او له همدې کبله دوی نشي کولای نوموړي بهر ته د درملنې په موخه بوځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی حاجي عبدالصمد خان په ټولنیزو رسنیو کې د یو ویډيي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د ګيله من وزير روغتيايي وضعيت ورځ په ورځ سختېږي او ډاکټرانو ورته سپارښتنه کړې ده چې بهرنیو هېوادونو ته د انتقال وړ نه دی.

په ورته وخت کې د ګیله من وزیر مشر ورور عرفات وزیر د خپل ورور وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وايي، ګیله من د ټولو پښتون قوم لپاره قرباني ورکړې او دوی ورباندې ویاړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی د یکشنبې په ورځ د جولای په ۷ مه نېټه د اسلام‌آباد بي ۱۷ سيمه کې هغه وخت د نامعلومو کسانو له لوري تر برید لاندې راغئ چې له جومات څخه د راوتلو په حال کې و.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی.