د یوشمېر افغان سیاستوالو په ګډون، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړي ګیله من وزیر باندې برید غندلی دی او نوموړي ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپټان راشد خان په خپل فیسبوک کې د یو پیغام په خپرولو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي ګیله من وزیر برید خواشینوونکی بللی او ورته یې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.

راشد خان ارمان لیکلي: «د پښتو ژبې په ولسي او خوږ ژبي شاعر ګیله من وزیر باندې د برید په اړه سخت خواشینی شوی یم. د الله پاک له دربار څخه غواړم چې ژر تر ژره یې روغ کړي او بېرته یې له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای کړي.»

همداراز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز په خپله ایکس پاڼه کې د دغه برید په اړه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې ده: «د پښتو خوږ ژبی او ولسي شاعر ګیلمن وزیر په ټپي کیدو نهایت خواشینی یم د رب ذوالجلال څخه یې د ژر روغیدو غوښتنه کوم دا ګلالي ماشومان دې رب نه بې پلاره کوي

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی افتاب علم د ګیله من وزیر د انځورو په خپرولو سره لیکلي دي: «الله پاک دې روغ جوړ کړه ګیلامان وزیره.»

ځینو نورو افغان لوبغاړو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلې او ګیله من ته یې د ژر رغېدو دعا کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی د یکشنبې په ورځ د جولای په ۷ مه نېټه د اسلام‌آباد بي ۱۷ سيمه کې هغه وخت د نامعلومو کسانو له لوري تر برید لاندې راغئ چې له جومات څخه د راوتلو په حال کې و.