په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن سه شنبه د جولای په ۹ مه نېټه د افغانستان د بشري حقونو اړوند د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري ترسره شویو اقداماتو د خلکو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.

د یوناما دغه راپور چې (په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو له‌خوا اخلاقي څارنه؛ پر بشري حقونو یې اغېزې) په نامه خپور شوی پکې زیاته شوې چې د دغه وزارت له‌خوا له بشري حقونو څخه سرغړونه او په صادر شویو لارښوونو کې ابهامات او تناقضات او په خصوصي حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدودونکي اقدامات د خلکو تر منځ وېره رامنځته کړې ده.

په دې راپور کې زیاته شوې چې دا لارښوونې په بېلابېلو لارو او ډېری وخت یوازې په شفاهي توګه صادرېږي او په ځینو مواردو کې د دوی لارښوونې واضح نه وي او ځینې یې قانوني ثبات یا لنډ مهاله وي.

یوناما همداراز ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعالیتونه په افغانستان کې د مېشتو وګړو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې او له ښځو سره د توپیري او نامناسب چلند د خلکو په ژوند منفي اغېزې کړې دي.