د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې د ګرځنډه تیلیفونونو د سیم کارتونو د ثبت او راجسټر کولو د بهیر د پیل راهیسې یې تراوسه لس میلیون سیم کارتونه ثبت او راجسټر کړي دي.

د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د یکشنبې په ورځ د جولای په ۷ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي چې دا سیم کارتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د طرزالعمل پراساس ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰ زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې څخه نوي سیمکارټونه تر لاسه کړي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه سیم کارتونه فعال دي، چې ددې له ډلې ۱۰میلیونه سیم کارتونه د مکالمو د خدمتونو او ۱۳میلیونه نور د انټرنېټي خدمتونو لپاره کارول کیږي.