د جوزجان – فاریاب د لویې لارې په اوږدو کې نن یکشنبه د جولای په ۸ مه نېټه د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د ټرافیکو مدیر شبیر احمد سعیدي رسنیو ته ویلي چې، دغه پښه نن مازدیګر ۰۶:۳۰ بجې د دې لویې لارې د خواجه دوکوه برزګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یوه رونیکس ډوله موټر او ټانګر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا د دغې پېښې مړه شوي کسان د جوزجان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لغمان او کاپیسا ولایتونو کې د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله ۴ کسان مړي شوي و او ۲۰ نور پکې ټپیان و.