د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د شنبې په ورځ د جولای په ۶ مه نېټه د اذربایجان په شوشا کې د ترک هېوادونو سازمان (OTS) ناسته کې افغانستان سره پر خپلو مرستو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تاشکند به د طالبانو تر واک لاندې دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شوکت میرضیایف ویلي چې د نړۍ په نورو سیمو کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتوالي له کبله افغانستان د نړیوالې ټولنې له پامه غورځېدلی دی.

د ازبکستان ولسمشر همداراز زیاته کړې چې په بهر کې د افغانستان د کنګل شویو مالي شتمنیو بېرته ستنېدل به په افغانستان کې د ټولنیز وضعیت په کموالي کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، هېوادوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.