د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن شنبه د یوې خبر باڼې په خپرولو سره د دې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ په یوه وزارت او څو حکومتي بنسټونو کې له نویو ګومارنو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د خبر پاڼې له مخې د افغانستان بانک پخوانی رییس هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د مرستیال په توګه، د سرې میاشتې ټولنې پخوانی مرستیال نورالدین ترابي له پېښو سره د مبارزې ادارې د سرپرست په توګه، د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست شهاب‌الدین د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست په توګه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې پخوانی سرپرست مطیع‌الحق خالص د چاپېریال ساتنې ادارې د سرپرست په توګه او د مرکزي بانک پخوانی لومړی مرستیال نوراحمد اغا، د دغه بانک د سرپرست په توګه ګومارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر منتقدین د طالبانو په ګمارنو نیوکې کړي او ویلي دي دا ډله تل په خپلو ګمارونو کې سلیقوي چلند کوي او د خپلو غړو پرته نورو کسانو ته په حکومت کې ځای نه ورکوي.