چین او تاجیکستان، افغانستان کې له سیاسي مذهبي او قومي ډلو د استازو په ګډون د ټولګډونه حکومت پر جوړولو د ټینګار ترڅنګ، د داسې یو حکومته یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

چین او تاجیکستان په ګډه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې یو بې پری، متحد، ټولګډونه، سوله ییز او له ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک افغانستان د افغانانو او سیمې په ګټه دی.

دغه ګډه اعلامیه د شانګهای همکاریو سازمان تر سرمشریزې وروسته، تاجیکستان ته د چین د ولسمشر، شي جین پنګ د سفر په ترڅ کې صادره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د شانګهای د همکاریو سازمان کې هم په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه و کړه.