په امریکا کې میشت د (اې ایس ایل يي ډي) په نوم یو څیړنیز مرکز راپور ورکړی دی چې د پاکستان پوځ د روان ۲۰۲۴ کال جون میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د وسله والو پرخلاف د افغانستان په خاوره کې درې بریدونه کړي دي.

ددغه څیړنیز مرکز راپور نن جمعه د جولای په ۵ مه نېټه خپور شوی او پکې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ په دې بریدونو کې د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ۱۲ وسلوال وژل شوي دي.

په دې راپور کې زیاته شوې، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو فعالیتونو د پاکستان د ګاونډي افغانستان سره چې ټي ټي پي وسله والو ته په پناه ورکولو یې تورنوي اړیکې خړې پړې کړي دي.

د پاکستان حکومت دا منلې چې افغانستان کې یې دننه عملیات کړي دي او ادعا یې کړې چې ترهغې د وسله والو ډلو له خوا د پاکستان پر خلاف ګواښونه له منځه نه وي تللي بریدونو ته به دوام ورکړي.

تراوسه د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د پوځ د جون د میاشتې د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.