په کاپيسا ولايت کې د جمعې په ورځ د جولای په ۵ مه نېټه د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي او شپږ نور پکې ټپیان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کاپیسا ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ له قوله خبر ورکړی دی، چې یاده پېښه ماسپښين مهال د دې ولایت په اله سای وسوالۍ د یو ټونس ډوله موټر د ټکړ له امله رامنځته شوې ده.

همداراز د لغمان ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند محمد یونس یوسفزي د کابل-ننګرهار پر لایه لار د یوې ټرافیکي رامنځته کېدو خبر ورکړی چې په وینا یې په دې پېښه کې ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

یاد پېښه د لغمان ولایت د سرخکان خېروخېلو سیمه کې د دوو کرولا ډوله او فلانکوچ موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

 د ویلو ده چې په دې ورستیو کې په هېواد کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې او لوی لامل یې د موټر چلوونکو بي احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته شوی دی.