د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د دې هېواد د دفاع وزیر ورستۍ څرګندونې حماقت بللی چې ګنې پاکستان به د عزم استحکام عملیاتو پر مهال که اړتیا پېښه شوه، دننه په افغانستان کې به هم تروریستان په نښه کړي.

عمران خان چې اوس مهال په زندان کې دی نن شنبه د جولای په ۶ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې له افغانستان د اړیکو جوړول د پاکستان یوه بېړنۍ اړتیا ده.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر همداراز ټینګار کړی چې هېواد یې د طالبانو له ملاتړ پرته به د تروریستانو پر وړاندې جګړه کې بریالی نشي.

عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پاکستان دفاع وزیر څه ورځو وړاندې رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی و چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ترڅ کې به د عزم استحکام عملیاتو یوې برخې په توګه پاکستان د افغانستان پر ضد هم هم بریدونو ته دوام ورکړي.