طالبانو خبر ورکړی دی چې په په تېره یوه اوونۍ کې یې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ته د بېلابېلو تورونو له کبله سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۴ مه نېټه د خپل اوونیز راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په غزني، پروان، پنجشیر، بادغیس، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې یې پرتورنو کسانو تعزیري حکم پلی کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې په راپور کې راغلي چې یادو کسانو ته د لواطت، نامشروع اړیکې، قتل او غلا په ګډونو د بېلابېلو تورونو له کبله سزا ورکړل شوې ده.

د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ د دې کسانو له ډلې پنځه په کندهار، څلور پروان، دوه بادغیس او يو يو په پنجشېر، پکتيکا او غزني کې د ٢٠ او ٣٩ تر منځ په دُرو وهل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې تورنو ته دې په عام محضر کې سزا نه ورکوي.