د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې د ټول ګډونه حکومت جوړیدل د تلپاتې سولې ټینګښت یوازنۍ لار ده. 

د شانګهای همکاریو سازمان مشرانو نن پنجشنبه د جولای په ۴ مه نېټه د یوې ګډې وینا پاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی دی چې د افغانستان په حکومتي چوکاټ کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو ګډون په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ضمانت کوي.

وینا پاڼه کې زیاته شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه له افغانستان سره په اقتصادي او له اورپکو او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

د یادولو وړ ده چې د شانګهای همکاریو سازمان څلورویشتمه غونډه نن پنجشنبه د جولای په ۴ مه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پیل شوه.