د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې پټریشیا ګروسمن په یوه مقاله کې د نړۍ له هیوادونو څخه غوښتي څو د هغو پخوانیو افغان چارواکو او طالبانو چې پرې د بشري حقونو پر وړاندې د جدي جنایتونو د ترسره کولو ادعاوې شته د پلټونو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ د وجولای په درېیمه نېټه په خپله ویب پاڼه کې «افغانانو ته د عداله دلارې» تر نامه لاندې یوه مقاله خپره کړې او په کې تیره اونۍ دوحه کې د طالبانو د استازو سره د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د ۲۲ هیوادونو د ځانګړو استازو غونډې یادونه شوې او ویل شوي چې د بشري حقونو فعالانو دا غونډه طالبانو سره د حکومتونو د اړیکو د عادي کیدو یوه هڅه ګڼلې او پرې انتقادونه یې کړی دی.

په دې مقاله کې ویل شوي چې د افغانستان د پخواني رژیم د پخوانیو چارواکو او د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو منسوبینو له خوا ادعا شوي جنايي تورونه د جنايي جرمنو د نړیوالې محکمې (ICC) له خوا په رسمي ډول په پلټنو کې نه دي شامل شوي.

په دې مقاله کې د اتریش په پایتخت ویانا کې تیره اونۍ د طالبانو د حکومت شاوخوا ۷۰ سیاسي او پخوانیو نظامي مشرانو غونډې یادونه هم شوې او ویل شوي چې په دې غونډه کې په دوحه کې د نړیوالې ټولنې د استازو سره د طالبانو د استازو د غونډې غندنه شوې او د یو ټولشموله سیاسي بهیر د پیلولو غوښته یې کړې ده.

په دې مقاله کې افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق چې وسله وال یې د ۲۰۰۰ کال دمخه د کورنیو جګړو پر مهال د بشري حقونو پر ضد سرغړونو باندې تورن شوي دي.