د سمنګان ولایت امنیه قومندانی نن پنجشنبه د جولای په ۴ مه نېټه رسنیو ته ویلي، چې د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د سمنګان امنیه قومندانۍ د ټرافیکو مدیر محمد نذیر سعد وايي چې یاد پېښه د چهارشنبې په مازدیګر، شاه و خوا ۶ بجې د دې ولایت د خلم ولسوالۍ په غند والګاه سیمه کې د یو کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلي سعید د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او تیز سرعت یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په لغمان او بلخ ولایتونو کې د درېیو ټرافیکو پېښو په پایله کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.