د طالبانو عدلیې وزارت له ارزونو وروسته، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سردار محمد داوود خان ښارګوټي ځمکه دولتي ثابته کړې ده.

عدلیې وزارت نن چهارشنبه د جولای په ۳ مه نېټه په خپله ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وزارت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د «سردار محمد داوود خان» په نوم ښارګوټي ځمکه مصادره کړې ده.

اعلامیه کې راغلي چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې د دغه ښارګوټي ۵۵۶ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې چې د دغه ښارګوټي اړوند ټول وړاندې شوي اسناد او مدارک جعلي و.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې طالبانو د خاتم النبیین پوهنتون او تمدن تلویزیون ځمکې هم ضبط کړې وې.