د طالبانو ویاند او په دوحه کې د دغه ډلې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د چهار شنبې په ورځ، د جولای په ۳ مه نېټه په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې په څنډو کې د امریکايي پلاوي سره په خبرو کې په افغانستان کې د دوه امریکايي بندیانو په اړه یې خبري کړي او ددغو دوو بندیانو د خوشې کیدو په اړه یې خپل شرایط دغه پلاوي ته وړاندې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد وویل چې د امریکايي استازو سره د خبرو پرمهال ځینې موضوعات چې لا پاتې دي تر بحث لاندې ونیول شول او په وینا یې په افغانستان کې د دوو امریکايي بندیانو د وضعیت په اړه یې هم بحث کړی دی.

نوموړي د طالبانو په بند کې د امریکايي اتباعو ته په اشارې ویلي چې امریکا باید د خپلو د اتباعو خوشې کېدو لپاره د افغانستان شرایط ومني او په بدل کې یې باید له ګوانتانامو زندان څخه د دوی اتباع ازاد کړي.

مجاهد زیاته کړې لکه څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي، نو دوی ته هم افغانان مهم دي او په دې اړه یې مقابل لوري سرسه تفصیلي خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاتل رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ د دوحې د درېیمې غونډې په لړ کې پر طالبانو د امریکايي وګړو د خوشې کولو له امله فشار راوړی دی.