د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو یو ایراني بنسټ نن د سه شنبې په ورځ، د جولای په ۲ مه نېټه خبر ورکړی دی چې ایران د دغه هېواد د شیراز په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي دي.

یاد بنسټ په خپل راپور کې د دې کسانو نومونه علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش یاد کړي او په وینا یې، دغه افغانان د ایران قضايي بنسټونو له خوا د مخدره توکو اړوند تورونو له کبله په اعدام محکوم شوي وو.

د دې سازمان راپور زیاتوي، چې علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش درې کاله مخکې نیول شوي وو او دوه ورځې وړاندې په دار وزړول شول.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ کال کې ایران د افغانانو په ګډون ۴۷۱ کسان مخدره موادو پورې اړوند تورونو په تور اعدام کړي، داسې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵۶ کسان وو.